د هیواد پوهنتون د جندر د اصلي کمیټې پنځمه ناسته ترسره شوه
د هیواد پوهنتون د جندر د اصلي کمیټې پنځمه ناسته ترسره شوه
یکشنبه، د۱۴۰۰ کال د زمري لسمه
د جندر مدیریت د اصلي کمیټې پنځمه ناسته، د هیواد پوهنتون د کیفیت دلوړوالي آمر، استاد نجیب الله واحدی په مشرۍ، د جندر مدیرې اغلې حوریه اکسیر او د کمیټې نورو غړو په ګډون د کیفیت د لوړوالي آمریت د غونډو په ناست خونه کې ترسره شو.
د قران کریم د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، په پیل کې، د تېرې غونډې مصوبې د کمیټې منشي، اغلې حوریه اکسیر له خوا وړاندې او پلې کیدنه یي تعقیب شوه، ورسته بیا په لاندې موضوعاتو بحث ترسره شو:
1- د شکایتونو د ثبت فورمې د باوري کولو په اړه بحث؛
2- د شکایتونو دثبت کتاب د پراختیا په اړه بحث؛
3- د حقوقی او روغتیایی مشورو ترلاسه کولو لپاره د زده کړیالانو د هڅولو د څرنګوالي په اړه بحث؛
4- د سیمینارونو ترسره کولو لپاره د سرلیکونو د ټاکلو په اړه بحث؛
5- د کمیټې لخوا بحث شوي مسلو د تطبیق لپاره د ارزونې چک لست د ترتیب په اړه بحث؛
او داسې نور...
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.
(د نشراتو مدیریت)