د هېواد پوهنتون له لوري د ښوونکي ورځ ونمانځل شوه
د هېواد پوهنتون د امام ابو حنيفه «رح» په تالار کې په داسې حال کې د ښوونکي ورځ ونمانځل شوه چې د پوهنتون رئيس، علمي مرستيال، د پوهنځيو رئيسانو، امرينو، استادانو او محصلانو شتون درلود.
د پوهنتون علمي مرستيال د ښوونکي پر ارزښت، مقام او دغه راز د ښه ښوونکي پر ځانګړتياو خبرې وکړې.
دغه راز يو شمېر محصلانو د ښوونکي په اړه خپلې مقالې ولوستې او شعرونه يې ورته ډالۍ کړل.
د يادونې ده چې له تېرو درې ورځو راهيسې د هېواد پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو د محصلانو لخوا هر پوهنځي کې هم د ښوونکي ورځ ونمانځل شوه.