د علمي شورا اوومه پروتوکول غونډه وشوه
د هېواد پوهنتون د علمي شورا مياشتنۍ غونډه کې د پوهنتون عمومي رئيس، مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو او استادانو برخه اخيستې وه.
په دې غونډه کې لومړی د تېرې شورا د پرېکړو د تطبيق راپور وړاندې شو، چې ټولې پرېکړې پر خپل وخت تطبيق شوې وې.
دغه راز د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او اداري فساد په اړه دوه سمينارونه هم تصويب شول.
د دې ترڅنګ د سياسي علومو ډېپارټمنت لخوا محصلانو ته د عملي برنامې جوړولو، د اقتصاد پوهنځي اووم او اتم سمېستر محصلانو ته عملي کار، د علومو اکاډمۍ او هېواد پوهنتون ترمنځ د هوکړه ليک د تطبيق لپاره پر عملياتي پلان خبرې وشوې.
د علمي شورا په دې مياشتنۍ غونډه کې د دويمې ربعې مالي راپور هم تصويب شو.