د کمېټو د ارزښت او دندو په اړه مالوماتي سمينار وړاندې شو
د کمېټو د ارزښت او دندو په اړه مالوماتي سمينار وړاندې شو
د کمیټو د ارزښت او دندو تر سر لیک لاندې یو ورځنی مالوماتي سیمینار د هیواد پوهنتون د کیفیت د لوړوالي مدیر او د کمیټو د همغږۍ مسؤل، استاد بصیرالحق عادل له خوا د پوهنتون عمومي رئیس، ډاکتر خالد احمد کاکړ، علمي مرستیال، ښاغلي ذبیح الله فضلي، د څیړنې آمر، ښاغلي محمد امین منلی اسفندیار، دپوهنځیو رئیسانو، د دیپارتمنت آمرینو او اداري کارکوونکو په ګډون د کیفیت د لوړوالي د غونډو په ناست خونه کې ترسره شو.
د قرآنکریم د تلاوت څخه وروسته ښاغلي عادل د سیمینار اړوند خپل معلومات وړاندې کړل او په پای کې ناستو ټولو ګډونوالو په وار سره د ورکړل شوو معلوماتو په اړه خپل نظریات او پوښتنې شریکې کړې.
سیمینار د خیر په دعا پای ته ورسید.
د نشراتو مدیریت